د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین محترم معین د معیاري ازموینې له ارزونې پروسې څارنه وکړه

media-moe
Thu, Dec 11 2025 11:32 AM
6541465

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین محترم الحاج مولوي عبدالخالق صادق، د نتایجو او شهادتنامو د رئیس محترم مولوی عبدالقدیم آخندزاده او یو شمیر نورو چارواکو په ملتیا، د کابل ښار څلورمې ناحیې د زده‌کوونکو د معیاري ازموینې له ارزونې پروسې څارنه او بیاکتنه وکړه.
د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین محترم معین د څلورمې ناحیې د مسئولینو له هرکلي وروسته په یوه وینا کې وویل: (دا یو لوی ویاړ دی، چې الله تعالی تاسو د دین او ملت د خادمانو په توګه ټاکلي یاست، تاسو ته یې د اسلام د پیغمبر «صلی الله علیه وسلم» میراث درکړی دی، کوم چې د تدریس مقدس مسلک دی؛ نو اړینه ده، چې تاسو دا لویه دنده په خورا صداقت او اخلاص ترسره کړئ.
همدارنګه نوموړي د ازموینې ارزونې له پلاوي ستاینه وکړه او د هغوی هڅې یې وستایلې.
ورپسې د څلورمې تعلیمي حوزې چارواکو او د اړوندو ښوونځیو ښوونکو، د پلاوي له ورتګ او لیدنې له امله خوښي او قدرداني څرګنده کړه.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS