په کندهار ولایت کې د ۷مېلیونه افغانیو په لګښت د یو باب ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه 

media-moe
Sun, Dec 14 2025 11:26 AM
طیر

د کندهار ولایت په نېش ولسوالۍ کې د غنيګي ښوونځي لپاره یوه بشپړه مجهزه ودانۍ، چې د پوهنې وزارت سره د یوې همکارې ادارې په مرسته د ۷ مېلیونه، ۲۷۱زره ۲۰۳ افغانیو په لګښت جوړه شوې، د ولایتي پوهنې چارواکو په حضور کې په رسمي ډول ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د ښوونځي دغه ودانۍ، چې ۶ درسي ټولګي، یوه اداري خونه، د لمریزې برېښنا سیسټم، پاکو اوبو شبکه او نورې اړینې اسانتیاوې لري، په پایله کې یې د زده کوونکو لپاره مناسب تعلیمي چاپېریال برابر شو.
د پوهنې ریاست استازو، علماءکرامو، ښوونکو، زده کوونکو او سیمه ییزو مشرانو د ودانۍ د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
د کندهار پوهنې ریاست چارواکو په خپلو ویناوو کې د ښوونځي له چارواکو او زده کوونکو وغوښتل چې د یاده ودانۍ او تجهیزات په اغېزمنه توګه وکاروي او د زده کړې کیفیت ته جدي پاملرنه وکړي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS