د پوهنې وزارت د پلټنې رئیس په رسمي سفر غزني ولایت ته لاړ

media-moe
Wed, Dec 24 2025 2:59 PM
6545

د پوهنې وزارت د پلټنې رئیس محترم قاري عتیق الله مؤذن غزني ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د پوهنې له رئیس محترم الحاج مولوي میر نصیر احمد حسیني سره وکتل.
د غونډې په پیل کې، د غزني ولایت پوهنې رئیس پورته ذکر شوي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د پوهنې وزارت د پلټنې ریاست له همکاریو څخه مننه څرګنده کړه.
ورپسې د پوهنې وزارت د پلټنې رئیس په خپله وینا کې وویل: ( هڅه کوي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي، چې د خلکو حقونه تر پښو لاندې نه شي او د هر مستحق کس قانوني حقونه هغوی ته ورکړل شي).
نوموړي زیاته کړه چې، د پوهنې وزارت د پلټنې مدیریت په کارکوونکو سربېره، په پام کې لري چې د داخلي پلټنې، د مالي بلټنې قانون سره سم عمل کولو، تدارکاتو، خدماتو او توکو د اساسي اصولو په برخه کې د نورو اړوندو ادارو د ځینو کارکوونکو د مسلکي پوهاوي کچه لوړه کړي او د یادې موخه لپاره به په دې څانګو کې د وړتیا لوړولو څلور ورځنی سیمینار جوړ او ترسره شي.
د غونډې په پای کې، د غزني ولایت پوهنې رئیس د دغه سیمینار له ترسره کولو او د پلټنې ریاست د ټولو قانوني او مسلکي هڅو ملاتړ وکړ او د خپلې بشپړې همکارۍ ډاډ یې ورکړ.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS