د فاریاب ولایت پوهنې ریاست لخوا د نویو ګمارل شویو کارکوونکو لپاره د وړتیا لوړولو ورکشاپ دایر شو

media-moe
Sun, Jan 04 2026 3:07 PM
zczxc

د اداري ظرفیت لوړولو، د اسنادو د ذخیره‌کولو مېتودونو، اداري اسنادو ثبت او ساتلو طریقو، مکاتیبو او نورو مراسلاتو په نوم پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ، د فاریاب ولایت پوهنې ریاست اړوندو ۵۰ تنو تازه ګمارل شویو آمرینو او اجرائیوي مدیرانو لپاره ترسره شو.
په پیل کې د پوهنې ریاست چارواکو د روزنیزو پروګرامونو تنظیمولو اهمیت په اړه خبرې وکړې او د دغه شان پروګرامونو پلي کول یې د ملکي خدماتي کارکوونکو، په ځانګړې توګه نویو ټاکل شويو کارکوونکو وړتیا لوړولو او پیاوړتیا کې اغېزمن وباله.
ورپسې د دعوت او ارشاد مسئول د امربالمعروف د قانون تطبیق او نورو اړوندو مسایلو په اړه خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې منسوبین باید خپل صورت او سیرت د رسول الله «صلی الله علیه وسلم» په سنتو برابر کړي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS