د پوهنې وزارت محترم ستر سلاکار جوزجان ولایت ته سفر وکړ

media-moe
Mon, Jan 05 2026 11:57 AM
fghcv

د پوهنې وزارت ستر سلاکار محترم سید غیاث الدین آغا په یوه کاري سفر جوزجان ولایت ته ورسېد او د یاد ولایت له پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي لعل‌جان راشد، د مرکز او ولسوالیو د ښوونځيو له آمرینو او کتابتونونو له مدیرانو سره یې وکتل او د کتابتونونو د وضعیت، د موجوده کتابونو د محتوا او د پوهنې وزارت د پالیسیو پلي کولو په اړه یې بحث او نظرونه تبادله کړل.
په دې غونډه کې، د پوهنې رئیس د یاد پلاوي د هرکلي په ترڅ کې زیاته کړه چې د پوهنې وزارت د لوړ پوړي سلاکار سفر د همدغه ولایت د ښوونځیو د کتابتونونو د ارزونې لپاره ترسره شوی او ټول اړوند چارواکي مکلف دي چې په دې برخه کې اړینې همکارۍ وکړي.
ورپسې د پوهنې وزارت محترم پلاوي په خپله وینا کې وویل چې په تېرو وختونو کې ځینې غلط کتابونه او نصابونه د زده‌کوونکو د فکري انحراف او غیر سالمې روزنې لامل شوي وو؛ نو د محترم مشرتابه د لارښوونې پر بنسټ، پرېکړه وشوه چې د ملک  ټول کتابتونونه وڅېړل شي او له کتابتونونو څخه هغه نامطلوب کتابونه راټول شي کوم چې له اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې وي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS