د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ لوی رياست لخوا، پوهنې وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

media-moe
Sat, Jan 10 2026 10:08 AM
afw

په هغه ناسته کې چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ادارې د ځمکو استملاک او بيا مېشتېدنې په لوی رياست کې جوړه شوې وه، د استملاک او بيا مېشتېدنې لوی رئیس محترم مولوي عبدالعلي عمري، د اراضۍ ادارې د ځمکو د انتقال او وېش رئیس محترم حافظ عبدالکبير زاهد او د پوهنې وزارت د ودانیو د ساتنې او مراقبت لوی رئیس محترم مولوي سميع الحق حماس ګډون درلود.
ياده ځمکه د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو د انتقال او وېش رياست په وړانديز او د افغانستان اسلامي ا.مارت د عاليقدر مشرتابه  مقام د حکم پر اساس د اراضۍ لوی رياست لخوا ياد وزارت ته د کندهار ولايت تخته پل ولسوالۍ کې په دوه جريبه ځمکه باندې د ديني مدرسې جوړولو په موخه ولېږدول شوه.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS