د پوهنې وزارت له بودیجې څخه په کونړ ولایت کې د ۷ تعلیمي مرکزونو بیارغونې پروژې بشپړې شوې

media-moe
Sat, Jan 10 2026 1:07 PM
dvsfd

د کونړ ولایت په مرکز اسد آباد ښار او په څلورو نورو ولسوالیو کې ۲ بابه دیني مدرسې او ۵ بابه ښوونځي د پوهنې وزارت له عادي بودیجې څخه د ۴ مېلیونه ۲۴۴ زره افغانیو په لګښت تر بیارغولو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
په دغو پروژو کې، د چپې درې ولسوالۍ د دیني مدرسې احاطوي دېوال، د ناړۍ ولسوالۍ دیني مدرسې بیارغونه، د چپې درې سیدور ښوونځي بیارغونه، د برکونړ ولسوالۍ د زاړه اسمار عالي لیسې بیارغونه، د سرکاڼو ولسوالۍ د مسلم آباد ښوونځي احاطوي دېوال، د شیګه ښوونځي احاطوي دېوال، او په مرکز اسد آباد ښار کې د فاطمي عالي لیسې بیارغونه شامله ده.
د پوهنې چارواکو په وینا، د یادو پروژو تر بشپړېدو وروسته، د زده‌کوونکو لپاره مناسب، خوندي او معیاري تعلیمي چاپېریال برابر شوی دی.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS