د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست پلاوی خوست ولایت ته په رسمي سفر لاړ

media-moe
Tue, Jan 20 2026 3:04 PM
طیزرطزر

د محترم مولوي بسم الله حسان په مشرۍ د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي، د خوست ولایت په مرکز کې د پوهنې ریاست په منسوبینو سربېره، د ا.مارتي او خصوصي ښوونځیو له چارواکو سره د امربالمعروف او نهی عن المنکر د پروګرامونو او یو شمېر نورو موضوعاتو په تړاو جلا-جلا غونډې وکړې.
د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي د یاد ریاست د پلانونو تشریح کولو پرمهال، په همدغه ولایت کې د خپلې اړونده ادارې د لارښوونو له پلي کېدو څخه رضایت څرګند او د چارواکو هڅې یې په دې برخه کې خورا اغېزمنې وبللې.
همدارنګه نوموړي له چارواکو، ښوونکو او کارکوونکو څخه وغوښتل چې خپل صورت او سیرت د رسول الله «صلی الله علیه وسلم» په مبارکو سنتو مزین کړئ.
هغه د ښوونکي او د پوهنې کارکوونکو دنده یو الهي امانت وباله او روښانه یې کړه چې ښوونکي نه یوازې د ماشومانو او ځوانانو د زده‌کړې مسئولیت لري، بلکې د هغوی د فکري، اخلاقي او مذهبي روزنې دنده هم پر غاړه لري.
په همدې دوام، د خوست ولایت پوهنې مسئولینو، پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، وویل چې، د ټولنې د اصلاح او معنوي هوساینې لپاره د دیني چارو پلي کول ډېر اړین دي.
د غونډې په پای کې د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رياست محترم استازي مولوي بسم الله حسان د دولتي او خصوصي ښوونځيو له ټولو مسئولينو وغوښتل چې خپل مسؤليتونه په ښه توګه ادا کړي او د دعوت ارشاد رياست لارښوونې په خپلو کاري ساحو کې عملي کړي، تر څو په ټولنه کې د ناوړه کړنو او ناسمو دودونو مخنيوی وشي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS