د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست پلاوی ننګرهار ولایت ته په رسمي سفر لاړ

media-moe
Tue, Feb 03 2026 11:26 AM
ظزظط

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست محترم مرستیال مولوي بسم‌الله حسان، ننګرهار ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، د یاد ولایت له پوهنې رئیس محترم شیخ محمد شریف حلیمي او اړوندو منسوبینو سره د خپل سفر د موخو او همغږۍ په تړاو ګډه غونډه وکړه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس د پلاوي هرکلی وکړ او ډاډ یې ورکړ چې د دعوت او ارشاد ریاست ټولې لارښوونې به د پوهنې په ریاست کې پلي شي.
 نوموړي ټولو مسئولینو ته سپارښتنه وکړه چې د دعوت او ارشاد په مجلسونو کې منظم ګډون ولري، خپلو دندو او مسئولیتونو ته جدي پاملرنه وکړي او د مراجعینو چارې په ښه او چټک ډول ترسره کړي. 
دغه راز د پوهنې محترم رئیس له یاد پلاوي څخه وغوښتل چې د دعوت او ارشاد څانګې لپاره باید ځانګړي تشکیلات رامنځته کړي.
ورپسې د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست محترم مرستیال په خپلو خبرو کې وویل: د صحابه کرامو «رضی‌الله عنهم» د بریا راز دا و، چې هغوی د الله تعالی په کتاب ته په بشپړ ډول عمل کاوه او د رسول الله ﷺ سنت او طریقه یې په خپل ژوند کې عملي کړې وه. موږ او تاسو چې مسلمانان یو، لازمه ده چې د رسول الله ﷺ لاره او روش لا زیات په خپل ژوند کې عملي کړو.
غونډه په مبارکې دعائیې سره پای ته ورسېده.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS