د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین محترم معین، د دیني مدارسو د طلابو ګډو ازموینو له څار کمېټې سره وکتل

media-moe
Mon, Feb 09 2026 2:58 PM
لبتادر

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین محترم الحاج مولوي عبدالخالق صادق، د دیني مدارسو د طلاب‌العلم د ثانويه او مافوق‌ثانویه مرحلو د ګډو ازموینو د ځواب‌پاڼو د څار کمېټې له علماوو او غړو سره، چې د هېواد دننه او دارالهجرت پورې اړوند دي، لیدنه او ملاقات وکړ.
د پوهنې وزارت محترم معین په دې لیدنه کې د ټولنې په اصلاح کې د علماءکرامو د رول په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې ازموینې د طلابو علمي کچې لوړوالي نښه او د تدریسي کیفیت څرګندویه دي؛ له همدې امله هر کال د تېر وخت د تجربو پر بنسټ، د تعلیمي بهیر لا ښه‌والي لپاره نوې سمونې او مثبت بدلونونه رامنځته کېږي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS