په هرات ولایت کې د ښوونځیو د صنفي اصولو ښوونکو لپاره د ظرفیت لوړولو ورکشاپ ترسره شو.

media-moe
Thu, Feb 19 2026 11:47 AM
ظرزظطرز

د هرات ولایت مرکز په شمول د غوریان او پښتون زرغون ولسوالیو د ښوونځيو د صنفي اصول ۳۰۸ تنو ښوونکو لپاره «د اغېزمنې زده‌کړې او تدریس ته وده ورکول» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنی ورکشاپ، چې موخه یې د ښوونکو د تدریسي او علمي مهارتونو لوړول او د ښوونځیو د تدریس کیفیت ښه کول دي، جوړ شو.
د هرات پوهنې رئیس محترم مولوي رحمت‌الله جابر، په خپلو خبرو کې د ښوونکو د مسلکي وړتیاوو لوړولو پر اهمیت ټینګار کړ او وویل چې د دې ډول پروګرامونو جوړول په ښوونځیو کې د پوهې، تدریسي مهارتونو او د زده‌کړې کیفیت ښه کولو کې مهم رول لري او باید په دوامداره توګه ترسره شي.
ویل کېږي چې په همدې مهال، د ښار او د غوریان او پشتون‌زرغون ولسوالیو ۶۵ تنو مدیرانو او سرښوونکو هم د ظرفیت لوړولو پنځه ورځني ورکشاپ کې ګډون درلود.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS