د پوهنې وزارت د خدماتو، بهرنیو اړیکو او کابل ښار نوي رئیسان معرفي شول

media-moe
Sat, Feb 21 2026 12:11 PM
5454

د پوهنې وزارت په وړاندیز او د ریاست الوزارء‌ عالي مقام په منظورۍ، د کیفت تضمین معین محترم الحاج مولوي عبدالخالق صادق له لوري، د یاد وزارت د خدماتو ریاست لپاره نوی رئیس محترم مولوي مولوي جنت‌ګل عزیز او د بهرنیو اړیکو لپاره نوی رئیس محترم مفتي محمد حسن حقاني او د کابل ښار پوهنې نوی رئیس محترم مولوي حسیب الله صاحبزاده د مرکزي څانګو یو شمېر رئیسانو او کارکوونکو په حضور کې معرفي او په کار یې پیل وکړ.
لومړی، د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین محترم معین په ادارو کې تقرر او بدلون یو اصل وګاڼه او ویې ویل چې دا ډول اقدامات په اداري څانګو کې د کارونو لا ښه والي لپاره پلي کېږي.
نوموړي زیاته کړه: په اسلامي نظام کې دندې یو عظیم مسئولیت دی او په ورځنیو چارو کې یې د الله تعالی رضا په نظر کې نیول او د مظلوم ملت خدمت کول ضروري امر وباله او ټینګار یې وکړ چې موږ باید په دې برخه کې خپلې دندې  په صادقانه او بشپړ اخلاص سره اداء کړو.
ورپسې پورته ذکر شویو رئیسانو هم د موضوع په اړه خبرې وکړې او د پوهنې وزارت د رهبرۍ له باور څخه یې د مننې ترڅنګ، ډاډ ورکړ چې ورسپارل شوې دنده به په پوره صداقت او د پوهنې وزارت د محترم مشرتابه د لارښوونو او پرېکړو په رڼا کې عملي کړي.
غونډه د یاد وزارت د ولایتي چارو د سمون او همغږۍ د رئیس محترم الحاج مولوي پاینده‌محمد تعلیم له خوا د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS