د پوهنې وزارت د مقام ستر سلاکار د بدخشان ولایت له ښوونیزو بنسټونو څخه لیدنه وکړه

media-moe
Sat, Feb 21 2026 12:58 PM
cvxc

د پوهنې وزارت د مقام ستر سلاکار محترم الحاج مولوي سیدغیاث‌الدین آغا، د یو شمېر ولایتونو د تعلیمي وضعیت څار او ارزونې د سفرونو په لړ کې، د بدخشان ولایت له اړوندو تعلیمي ادارو څخه لیدنه وکړه.
نوموړی د بدخشان له پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي محمد طاهر جواد او د پروګرامونو د آمرینو په ملتیا، د یاد ولایت په بهارک، وردوج، شهداء، ارګو، شهربزرگ، نُسي او کوف ولسوالیو کې د ښوونیز نصاب وضعیت، په تعلیمي مرکزونو کې د ښوونکو حضور، اداري ستونزې او د تعلیمي چارو پرمختګ وڅېړه.
یاد پلاوي د سفر پر مهال له علماوو، قومي مشرانو، پوهنې آمرینو، د مدرسو له استادانو، زده‌کوونکو او د سیمه‌ییزو شوراګانو له استازو سره هم لیدنې وکړې او د تدریسي کیفیت پر لوړولو، د کاري نظم پر پیاوړتیا، د درسي وسایلو د کمښت پر پوره کولو او د سیمه‌ییزو ادارو او د پوهنې ریاست ترمنځ د همغږۍ پر زیاتوالي یې ټینګار وکړ.
د بدخشان پوهنې مسئولینو هیله څرګنده کړه چې د دغو لیدنو پایلې به د ښوونې او روزنې د کیفیت په لوړولو، د تدریسي بهیر په ښه‌والي او د شته ستونزو په حل کې اغېزناک رول ولوبوي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS