د جوزجان ولایت پوهنې ریاست کې یو باب کتابتون او درسي لابراتوار پرانیستل شو 

media-moe
Wed, Mar 11 2026 1:53 PM
سیبزیظس

د جوزجان ولایت پوهنې مسٸولینو د یاد ولایت پوهنې ریاست کې د یو مرکزي کتابتون او تعلیمي لابراتوار د پرانیستې خبر ورکړی او وایي چې
د پوهنې وزارت د زده‌کوونکو د استعدادونو ودې او هغوی ته د عملي زده‌کړو زمینې برابرولو په موخه، د پوهنې په ریاست کې یو باب کتابتون او د ساینسي مضمونونو یو درسي لابراتوار جوړ کړی دی.
یاد کتابتون او لابراتوار په هغه مراسمو کې پرانیستل شول چې پکې د جوزجان محترم والي الحاج مولوي عبدالله سرحدي، د پوهنې رئیس الحاج مولوي لعل‌جان راشد، د علماوو شورا او د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو محترمو رئیسـانو، یو شمېر دیني علماوو او پوهنې مسٸولینو ګډون کړی و.
د ياد ولايت والي د پرانیستې په مراسمو کې وویل: پوهنه د ټولنې او اسلامي نظام د ملا تیر ګڼل کېږي او د ځوان نسل لپاره سالمې علمي، اخلاقي او عقیدوي زده‌کړې ډېر اهمیت لري.
همدارنګه د یاد ولایت د پوهنې رئیس هم په خپلو خبرو کې وویل: د داسې تعلیمي مرکزونو رامنځته کول د زده‌کوونکو د علمي ودې او د مطالعې د کلتور د پیاوړتیا په برخه کې مهم رول لري.
نوموړي زیاته کړه چې په دې کتابتون کې شاوخوا ۲۵۰۰ ټوکه علمي کتابونه په بېلابېلو عنوانونو کې موجود دي، چې زده‌کوونکي او د مطالعې مینه‌وال کولای شي د خپلو علمي معلوماتو زیاتوالي لپاره ترې ګټه واخلي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS