د لوګر ولایت له پوهنې سره ۲۵ ميلیونه افغانۍ مرسته شوې 

media-moe
Mon, Mar 16 2026 9:56 AM
65465

د لوګر ولایت علم‌دوستو او د پوهنې ملاتړو اوسېدونکو د روان لمریز کال له پیل څخه تر اوسه پورې د دې ولایت له معارف سره د ۲۵ میلیونو افغانیو څخه زیاته مرسته کړې ده.
يادې مرستې د پوهنې ریاست او د مرکز او ولسوالیو پوهنې آمریتونو په همغږۍ د علم‌دوستو خلکو له لوري ترسره شوې دي، چې پکې د دیني مدارسو او ښوونځیو د جوړولو لپاره د ځمکې ډالۍ کول، د تعلیمي مرکزونو جوړول، د تعلیمي بنسټونو د ودانیو ترمیم، د اوبو رسولو او برېښنا سیسټمونو نصبول او د درسي او تخنیکي وسایلو برابرول شامل دي.
د پوهنې وزارت مشرتابه د هېواد د علم‌پالو خلکو ملاتړ ته په درنه سترګه ګوري او د لوګر ولایت د معارف‌دوستو اوسېدونکو څخه د دوی د مرستو له امله مننه کوي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS