د جوزجان ولایت په یو باب دارالحفاظ کې د یو محراب جومات بنسټ ډبره کېښودل شوه
د جوزجان ولایت پوهنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یاد ولایت د شبرغان ښار اړوند کوکګنبد سیمې په ابوایوب انصاري دارالحفاظ کې د یو محراب جومات بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي لعلجان راشد، د سیمې له اوسېدونکو څخه د مننې ترڅنګ وویل، چې دغه جومات د سیمې د دیندوستو خلکو په مالي همکارۍ جوړېږي، چې له بشپړېدو وروسته به په یو وخت کې د لسګونو لمونځ کوونکو د منلو وړتیا ولري.
