په زابل ولایت کې د یو باب ښوونځي بنسټ ډبره کېښودل شوه
د زابل ولایت اټغر ولسوالۍ د پشيکاریز لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د یاد ښوونځي د تعلیمي شورا په مالي ملاتړ او د سیمهییزو مسوولینو په حضور کې کېښودل شوه.
د دغې ولسوالۍ پوهنې آمر په وینا، ټاکل شوې ده چې یاده ودانۍ د ۱۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړه شي، چې درې درسي ټولګي، یوه اداري خونه، د څښاک اوبو یو حلقه څاه او نورې اسانتیاوې به ولري.
نوموړي زیاته کړه، چې د پورته ذکر شوې ودانۍ په جوړېدو سره به له ۲۰۰ تنو څخه زیاتو زدهکوونکو ته خوندي او مناسب درسي چاپېریال برابر شي.
