د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس بدخشان ولایت ته په رسمي سفر لاړ

media-moe
Tue, Apr 28 2026 3:25 PM
516516

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس محترم مفتي عبدالحلیم حلیمي، چې د یو رسمي سفر په ترڅ کې بدخشان ولایت ته تللی، د یاد ولایت له  پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي نصرت‌الله فیضاني سره وکتل او خبرې یې ورسره وکړې.
د پلاوي په وینا؛ بدخشان ولایت ته یې د خپل سفر موخه د دیني مدارسو او ښوونځيو د تشکیل متوازن کول دي. چې د پوهنې وزارت تشکیل په دوو اساسي برخو کې څېړل کېږي.
لومړۍ برخه په اسلامي زده‌کړو پورې اړه لري، چې په تخصصي او تخنیکي ډول، د مخکې له مخکې ټاکل شویو معیارونو او د کارپوهانو د څېړنو پر بنسټ تنظیمېږي.
دویمه برخه د عمومي زده‌کړو برنامه دی، چې پکې د ټولګیو وېش، تنظیم، غیر دایمي بستونه او د زده‌کوونکو د کلني محرومیت موضوعات په هر اړخیز ډول ارزول کېږي، ترڅو د پوهنې تشکیلاتي جوړښت له موجودو اړتیاوو سره برابر او همغږی شي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS