په ننګرهار ولایت کې له ښوونځيو سره د ۳۰ پایې خېمو مرسته وشوه
د یو همکار بنسټ له لوري د ننګرهار ولایت سرخرود ولسوالۍ اړوند بي بي مریم منځني ښوونځي لپاره ۳۰ پایې خېمې د شاوخوا ۲.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت مرسته شوې ده.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم شیخ محمد شریف حلیمي د همکارو بنسټونو له مرستو څخه د زړه له کومې مننه او قدرداني څرګنده کړه.
