په غور ولایت کې د یو باب ښوونځي لپاره د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه
د غور ولایت دولینه ولسوالۍ په اړوندو کې د “خاکیارک” لومړني ښوونځي نوې ودانۍ جوړېدو لپاره د بنسټ ډبره د پوهنې مسوولینو، علماء کرامو، قومي مشرانو او د زدهکوونکو د اولیاوو په حضور کې کېښودل شوه.
د دولینه ولسوالۍ پوهنې آمر په وینا، دغه ودانۍ به د شاوخوا ۶ سوه زره افغانیو په لګښت د سیمې د علمپالو خلکو په مالي مرسته جوړه شي.
یاده ودانۍ به شپږ درسي خونې ولري، چې د سیمې د ماشومانو لپاره به مناسب او منظم تعلیمي چاپېریال برابر کړي.
