د پکتیکا ولایت له پوهنې ریاست سره د قرطاسیې مرسته وشوه
د یو همکار بنسټ له لوري د پکتیکا ولایت له پوهنې ریاست سره د ۲۶۰۰ کڅوړو درسي موادو مرسته شوې ده.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد د دغه مرستندویه بنسټ له دې اقدام څخه د مننې ترڅنګ ویلي چې په هره کڅوړه کې ۱۰ قلمه قرطاسیه او درسي مواد شامل دي، چې د دغو موادو په وېش سره به تر ډېره د زدهکوونکو د درسي موادو او لیکلو وسایلو کمښت ستونزې هوارې شي.
