د راستنېدونکو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینو لړۍ دوام لري
د دایکنډي ولایت پوهنې ریاست، د راستنېدونکو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې معلومولو په موخه، د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې له ۳۵ تنو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
ټاکل شوې ده چې یاد ماشومان د تعلیمي سویې له تثبیت وروسته، د زدهکړو د دوام لپاره په ښوونځیو کې جذب شي.
