د فاریاب ولایت د پوهنې ریاست داوطلبۍ اعلان
د فاریاب ولایت پوهنې ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، ترڅو د یاد ریاست د اړتیا وړ ۲۳ قلمه قرطاسیې او ۱۰ قلمه کارټرېجونو د تدارکاتو په داوطلبۍ پروسه کې ګډون وکړي.
علاقهمندان کولای شي، د شرطپاڼې چاپ شوې کاپي د ۵۰۰ افغانیو په بدل کې ترلاسه او خپل وړاندېزونه د شرطپاڼې له شرایطو، د تدارکاتو قانون او اړوندو کړنلارو سره سم، د اعلان د خپرېدو نېټې څخه د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ/ سرطان میاشتې تر ۱۱مې نېټې، د پنجشنبې ورځې د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې په سرتړلي ډول د فاریاب ولایت پوهنې ریاست مالي او اداري آمریت ته، چې د میمنې ښار امنیې قوماندانۍ مخې ته موقعیت لري، وسپاري.
د وړاندیز تضمین به د بانکي تضمین په بڼه دی چې ۸۰ زره افغانۍ کېږي.
د وړاندیزونو پرانیستغونډه به د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ/سرطان میاشتې په ۱۱مه نېټه، د پنجشنبې په ورځ د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د فاریاب ولایت پوهنې ریاست مالي او اداري آمریت په دفتر کې ترسره شي.
