د کابل ښار د ابراهیم خلیلالله عالي لېسې ۷۸ پایې مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې
د کابل ښار د ابراهیم خلیلالله عالي لېسې ۷۸ پایې غیر فعال مېزونه او څوکۍ د پوهنې له بودیجې څخه د ۲۳ زره او ۴۰۰ افغانیو په لګښت ترمیم او بېرته د زدهکوونکو د استفادې لپاره چمتو شوې.
د کابل ښار پوهنې مسوولینو په وینا، د یادو مېزونو او څوکیو په ترمیم سره لسګونو زدهکوونکو ته مناسب درسي وسایل برابر او د هغوی د زدهکړو چاپېریال لا ښه شوی دی.
