د ولایتونو له پوهنې ‌ډګره څو لنډ خبرونه

media-moe
Sat, Jun 20 2026 3:38 PM
65651

پنجشېر
  د یوه علم‌پرور شخص لخوا د ۲۵ زره افغانیو په ارزښت د پنجشېر ولایت مرکز اړوند له بي بي آمنې لېسې سره د ۱۹۸ ټوکه درسي کتابونو، یو پایه کمپیوټر او یو پایه پرنټر مرسته وشوه.

 لوګر
  د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ  برګ لېسې لپاره د ۱۰۰ مترو په ژوروالي د څښاک پاکو اوبو یوڅاه کیندلو چارې د ۵۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې.
 د دغې پروژې په بشپړېدو سره به له ۱۱۰۰ څخه زیاتو زده‌کوونکو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شي.

ننګرهار
  په ننګرهار ولایت کې ۲ بابه ښوونځیو سره له ۴۰ زره افغانیو څخه زیاته نغدي مرسته شوې، چې د ښوونځیو د ترمیم او د درسي ټولګیو د بیارغونې په چارو کې به ولګول شي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS