د پوهنې له ډګره د نن ورځې خبرونو لنډيز

media-moe
Sun, Jun 21 2026 4:04 PM
41212

۱-د لغمان ولایت په فرشغان ولسوالۍ کې د منجغان لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې د درې بسوې ځمکې په ساحه کې پیل شوې.
 دغه ځمکه د سیمې د علم‌پرورشخصیت حاجي سید علي له خوا وقف شوې او لګښت یې شاوخوا ۵۰۰ زره افغانۍ دی چې د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ برابر شوی دی.

۲-  د «اغېزمن تدریس او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې ۵ ورځنی روزنیز پروګرام د غور ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي غلام محمد کاظم په حضور کې د اوو ولسوالیو د ښوونځیو د آمرینو، مدیرانو او سرښوونکو لپاره پیل شو.

۳- د کابل ښار پوهنې ریاست په همغږۍ او د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ، د ښوونځیو د ۲۳۷تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي او تخنیکي ورکشاپ پیل شو.
یاد ورکشاپ د ښوونکو د مسلکي وړتیاوو د پیاوړتیا، د تدریس د نوې، معیاري او اغېزمنې طریقې د ترویج، د ټولګي د مدیریتي مهارتونو لوړولو او د زده‌کوونکو د زده‌کړې کیفیت ښه والي په موخه جوړ شوی دی.

۴-د لوګر ولایت مرکز جباري کلي کې د «احرار لومړني ښوونځي» لپاره د څلورو درسي خونو او یوه دهلیز جوړولو کارونه د شاوخوا ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ پیل شول.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS