د لوګر ولایت د دیني مدارسو له بېسرپرسته زدهکوونکو سره د جامو مرسته وشوه
د یوې خیریه ادارې له لوري د لوګر ولایت د دیني مدارسو ۳۰ تنو بېسرپرسته او بېوزله زدهکوونکو ته د جامو مرسته ووېشل شوه.
د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په وینا، د مرستې په دې کڅوړو کې، چې ارزښت یې شاوخوا ۱۸ زره افغانۍ اټکل شوی، کمپلې، جامې، بوټان او نور اړین توکي شامل دي.
