د غزني ولایت پوهنې ریاست له لوري د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې د ښوونځیو د مسوولینو او ښوونکو لپاره شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

media-moe
Thu, Jun 25 2026 12:20 PM
35465

دغه ورکشاپ د ياد ولایت په مرکز سربېره د زنه‌خان، ګیرو، اندړو او قره‌باغ ولسوالیو کې د ښوونځیو مسوولینو او ښوونکو ته جوړ شوی دی.
د ورکشاپ موخه د تدریس د نويو او اغېزمنو لارو چارو معرفي کول، د ښوونکو مسلکي وړتیاوو لوړول او د ښوونیز بهیر د کیفیت ښه کول دي، ترڅو زده‌کوونکي وکولای شي، خپل استعدادونه او وړتیاوې په غوره ډول پیاوړې کړي.
د غزني ولایت پوهنې ریاست مسوولینو په زنه‌خان ولسوالۍ کې د دغه روزنیز پروګرام د ارزښت او ګټو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې د ښوونيز او روزنيز کیفیت لوړول د پوهنې ریاست له اساسي لومړیتوبونو څخه دي.

Latest news

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

Tue, Jun 30 2026 9:27 AM
Background image

Online Meeting Held with Provincial Education Directors on the Administration of Standardized Examinations

The Standardized Examinations Committee of the Ministry of Education held an online meeting with the respected Provincial Directors of Education and the Director of Education of Kabul. . .

BACK TO NEWS