داوطلبۍ اعلان
د کابل ښار پوهنې ریاست د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د ۱۰,۰۰۰ لیټره پټرولو او ۶,۵۰۰ لیټره ډیزلو تیلو ته اړتیا لري.
هغه لوژستیکي، سوداګریز شرکتونه او د تېلو ټانک لرونکي چې د قرارداد ترلاسه کولو غوښتونکي وي، کولای شي، د اعلان له خپرېدو وروسته تر ۱۴ ورځو پورې خپل غوښتنلیکونه د کابل ښار پوهنې ریاست د تدارکاتو مدیریت ته، چې د غزني سرای په کارته چهار کې موقعیت لري، وسپاري او شرطپاڼه کتلی شي.
دپوهنې وزارت
د نشراتو او عامه اړیکو ریاست
