د ننګرهار ولایت په یوه ښوونځي کې د اوبو رسولو او لمریز برېښنا سیسټم فعال شو
د ننګرهار ولایت د شینوارو ولسوالۍ سیاهچوب لېسې لپاره د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ د اوبو رسولو او لمریزې برېښنا سیسټمونه جوړ او فعال شول.
د ننګرهار پوهنې ریاست مسوولینو په وینا، د یاد لمریز برېښنایي سیسټم جوړولو ټولیز لګښت ۴۰ زره افغانۍ شوی، چې درې سولري تختې او د هغو اړینې ملحقات پکې شامل دي.
د پورته ذکر شوې پروژې په پلي کېدو سره لسګونو زدهکوونکو ته د پاکو اوبو اسانتیا هم برابره شوې ده.
