په کاپیسا ولایت کې یوه ښوونځي ته ۱۱۰۰متره مربع ځمکه وقف شوه

media-moe
Wed, Aug 05 2026 12:13 PM
147

د کاپیسا ولایت حصه دوم کوهستان ولسوالۍ اړوند غلام‌حیدر شهید منځني ښوونځي د ساحې پراختیا په موخه، د سیمې خلکو پوهنې ته۱۱۰۰ متره مربع ځمکه ډالۍ کړه.
د مسوولینو په وینا، له دغې جملې څخه ۳۷۰ متره مربع ځمکه د یو علم‌پرور شخصیت ملک عبدالمنیر له لوري په وړیا توګه ورکړل شوې او پاتې ۷۳۰متره مربع ځمکه د ښوونځي د ولسي شورا لخوا د ۲۱۹ زره افغانیو په ټولیز لګښت پېرودل شوې ده.
د یادونې وړ ده، چې د ښوونځي لپاره د خوندي چاپېریال رامنځته کولو په موخه د دغې ځمکې د احاطوي دېوال بنسټ ډبره د کاپیسا ولایت د والي محترم الحاج قاري احسان‌الله بریال، د پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي سید محمد فیضي، د دیني علماءکرامو او د ښوونځي شورا د غړو په حضور کې کېښودل شوه.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS