په غزني ولایت کې یو باب ښوونځی تاسیس شو

media-moe
Tue, Aug 11 2026 10:46 AM
1

د غزني ولایت د ګیلان ولسوالۍ په یوه سیمه کې یو نوی محلي ښوونځی افتتاح او هم‌مهاله د یاد ښوونځي لپاره د څلورو درسي ټولګیو جوړولو چارې هم د سیمې د خلکو په مالي لګښت پیل شوې.
د ګیلان ولسوالۍ پوهنې مسؤلینو په وینا، د یادو څلورو درسي ټولګیو جوړولو چارې پر دوه جریبه ځمکه پیل شوې، چې د سیمې د خلکو له لوري وقف شوې او د ځمکې او ودانیزو چارو ټولیز لګښت شاوخوا ۹۰۰ زره افغانۍ اټکل شوی دی.
د پوهنې وزارت مشرتابه د پوهنې د ودې او پراختیا په برخه کې د خلکو همکاري ارزښتناکه بللې او هیله یې څرګنده کړې چې د خلکو په همکارۍ به په راتلونکي کې هم د ښوونې او روزنې د پراختیا او پیاوړتیا په موخه لا ډېر مثبت ګامونه واخیستل شي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS