د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست پلاوي تخار ته سفر وکړ

media-moe
Tue, Sep 15 2026 10:24 AM
5454165

د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست څارنيز پلاوي، د یاد مرکز د رئیس محترم عبدالوکیل الهام په مشرۍ، د تخار ولایت مرکز او ولسوالیو د یو شمېر ښوونیزو بنسټونو د ساینس لابراتوارونو، کمپیوټرخونو او کتابتونونو څخه لیدنه وکړه.
د دغو لیدنو پر مهال د عملي زده‌کړو بهیر، د شته وسایلو د کارونې او ساتنې وضعیت او د ښوونځیو اړتیاوې وارزول شوې.
همدارنګه، پلاوي په ځینو ښوونځیو کې د عملي زده‌کړو د محدودیت او له شته امکاناتو څخه د بشپړې ګټې اخیستنې په اړه اړوندو مسوولینو او ښوونکو ته لازمې لارښوونې وکړې.
پلاوي ټینګار وکړ چې د ساینس، ریاضیاتو او کمپیوټر درسونه دې په عملي بڼه تدریس او له شته ښوونیزو او تخنیکي امکاناتو څخه دې اغېزمنه ګټه واخیستل شي، څو د زده‌کوونکو د عملي مهارتونو د پیاوړتیا بهیر لا نور هم پیاوړی شي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS