د پوهنې وزارت د اسنادو او اړیکو رئیس غزني ته سفر وکړ

media-moe
Mon, Oct 05 2026 12:47 PM
5

د پوهنې وزارت د اسنادو او اړیکو رئیس محترم مولوي محمدرحیم ایوب له خپل مل پلاوي سره غزني ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د پوهنې له مسوولینو سره د نویو ښوونکو د ګمارنې لارښود د پلي کېدو د څرنګوالي په اړه خبرې او بحث وکړ.
په یاده غونډه کې د پوهنې وزارت د اسنادو او اړیکو رئیس وویل: « ټاکل شوې چې د غزني ولایت په مرکز، دوو ولسوالیو او څلورو ښوونځیو کې د نویو ښوونکو د ګمارنې لارښود د پلي کېدو څرنګوالی له نږدې وارزول شي.»
نوموړي زیاته کړه، چې د ښوونکو د ګمارنې لارښود په سم او شفاف ډول پلي کېدنه به د دې زمینه برابره کړي، تر څو مسلکي، وړ او د اړوندو څانګو متخصص ښوونکي ښوونیزو مرکزونو ته جذب شي، چې ورسره به د تدریس کچه لوړه، د زده‌کړو کیفیت ښه او زده‌کوونکو ته به د معیاري زده‌کړو زمینه لا زیاته برابره شي.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS