د پوهنې وزارت د مسلکي پراختیا رئیس پکتیا ولایت ته سفر وکړ
د پوهنې وزارت د مسلکي پراختیا رئیس محترم مولوي محمدابراهیم عمري د خپل رسمي سفر په ترڅ کې پکتیا ولایت ته لاړ او هلته یې له پوهنې مسوولینو سره وکتل.
په دې کتنه کې د ښوونکو د استخدام د بهیر ارزونې، د ښوونکو د بستونو د متوازن وېش، د ښوونکو د ازموینې د پارچو د ارزونې، د اداري بستونو لپاره د بانک د تکثیر، د ښوونکو د رشتو د تنظیم، د ښوونکو د پایلو اړوند شکایتونو او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وشوې.
د پکتیا ولایت پوهنې مسوولینو د اړوندو کاري برخو، شته ستونزو، ترسره شویو فعالیتونو او راتلونکو پلانونو په اړه معلومات وړاندې کړل او خپلې غوښتنې او وړاندیزونه یې د چارو لا ښه والي په موخه د مسلکي پراختیا له رئیس سره شریک کړل.
د پوهنې وزارت د مسلکي پراختیا رئیس د پوهنې مسوولینو هڅې وستایلې او ټینګار یې وکړ چې د چارو په ترسره کولو کې باید د روڼتیا، نظم، مسلکیتوب او کیفیت لوړونې اصول په پام کې ونیول شي.
همدارنګه نوموړي د ښوونیز نظام د پیاوړتیا او زدهکوونکو ته د معیاري ښوونیز چاپېریال برابرولو لپاره پر ګډو هڅو ټینګار وکړ.
