د پوهنې وزارت مالي او اداري معین زابل ولایت ته سفر وکړ

media-moe
Sat, Oct 10 2026 12:55 PM
6

د پوهنې وزارت مالي او اداري معین محترم الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، زابل ولایت ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له پوهنې رئیس محترم الحاج عبدالرحمن حمیدي، د برنامو له آمرینو او یو شمېر کارکوونکو سره په یوه غونډه کې وکتل.
د غونډې په پیل کې د زابل پوهنې رئیس د مالي او اداري معین هرکلی وکړ او د پوهنې ریاست د فعالیتونو، اداري چارو او د ښوونیز بهیر په اړه یې معلومات وړاندې کړل. نوموړي د پوهنې په برخه کې د چارو لا ښه پرمختګ لپاره د همغږۍ او همکارۍ پر اهمیت ټینګار وکړ.
ورپسې، د پوهنې وزارت مالي او اداري معین وویل، چې زابل ولایت ته یې د سفر موخه د پوهنې اړوند ښارګوټي او ځمکو د وضعیت لیدنه، د اړوندو چارو ارزونه او د شته موضوعاتو له نږدې څېړل دي.
د غونډې په پای کې، د اداري چارو د ښه تنظیم، د شته ستونزو حل او د چارو د اغېزمن پرمخ وړلو په موخه، د همغږۍ او همکارۍ پر پیاوړتیا ټینګار وشو.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS