د پوهنې وزارت د غونډو په تالار کې ښوونکو لپاره علمي، اصلاحي او روزنیزه برنامه جوړه شوه

media-moe
Wed, Oct 14 2026 10:02 AM
1

د پوهنې وزارت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تنفیذ مرکزي هیئت او د دعوت او ارشاد ریاست له لوري، د فکري او اخلاقي اصلاح، سالمې ښوونې او روزنې او د اسلامي ارزښتونو د پیاوړتیا په موخه، یو ورځنۍ علمي، اصلاحي او روزنیزه برنامه جوړه شوه.
په پیل کې د پوهنې وزارت د مقام دفتر لوی رئیس محترم شیخ محمد طاووس طارق ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، په اسلامي نظام کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر پر اهمیت خبرې وکړې او د اسلامي ارزښتونو د پلي کېدو او د ټولنې د اصلاح په برخه کې یې د دغه اصل پر بشپړ تطبیق او مهم رول ټینګار وکړ.
ورپسې د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم الحاج مولوي جمعه خان سروري، د جماعت د لمانځه پر ارزښت او فضیلت خبرې وکړې او له ګډونوالو یې وغوښتل، چې د جماعت لمانځه ته په پاملرنې سربېره، په خپلو کاري او ښوونیزو چاپېریالونو کې د دې مهمې اسلامي فریضې د ادا کولو فرهنګ پیاوړی کړي.
همدارنګه، نورو ویناوالو او ښوونکو په سالمه ښوونه او روزنه کې د ښوونکي د مسوولیت، د سیرت او صورت د سمون او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه علمي ویناوې او اړین معلومات وړاندې کړل.
په پای کې د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د ولایتي چارو د همغږۍ مسوول محترم مولوي بسم الله حسان د خپلې وینا پرمهال وویل، چې ښوونکی یوازې د علم لېږدوونکی نه، بلکې د زده‌کوونکو د فکري، اخلاقي او شخصيتي ودې په برخه کې هم مهم مسوولیت لري؛ نو اړینه ده چې د اخلاص، امانتدارۍ، ښو اخلاقو او مسوولیت‌پالنې له مخې د خپلو زده‌کوونکو لپاره غوره بېلګه واوسي.
دغه پرتمینه علمي غونډه په مبارکې دعائیې سره پای ته ورسېده.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS