په پنجشېر کې زدهکوونکو ته د ماینونو او ناچاوده توکو د خطرونو په اړه د پوهاوي برنامه جوړه شوه
د پنجشېر ولایت رخه ولسوالۍ اړوند مرکزي لېسې ۱۵۰ تنو زدهکوونکو ته د ماینونو او ناچاوده توکو د خطرونو په اړه د پوهاوي پروګرام جوړ شو.
په دغه پروګرام کې زدهکوونکو ته د ماینونو او ناچاوده توکو د خطرونو، د انسانانو پر ژوند د هغو د ناوړه پایلو او له دغو توکو سره د تړليو پېښو د مخنیوي لارو چارو په اړه معلومات وړاندې شول.
