په بامیان ولايت کې ښوونکو لپاره روزنیزه برنامه پيل شوه
د بامیان ولایت په یکاولنګ ولسوالۍ کې د ښوونځیو ۱۴۵ تنو ښوونکو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زدهکړې ترویج» تر سرلیک لاندې ۱۲ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
د یاد پروګرام د پرانیستې په مراسمو کې سیمهییزو مسوولینو د مسلکي زدهکړو پر ارزښت، د ښوونکو د مسلکي وړتيا لوړولو او د تدریس د کیفیت په ښهوالي کې د هغوی پر مهم رول خبرې وکړې.
