ډاکتر بلخي د پنجشیر ولایت له دیني علماوو او قومي مشرانو سره په راتلونکو ټاکنو کي د پوهنې وزارت په بي طرفي خبري وکړي
پوهنې وزارت- پنجشیر:د پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي د خپلو ولایتي سفرونو په لړ کي داځل پنجشیر ولایت ته ولاړ او هلته يي د یاد ولایت د دیني علماو، وکیلانو، قومي مشرانو او سپین ږیرو سره وکتل او په راتلونکو ټاکنو کي يي د پوهنې وزارت پر بي طرفي ټینګار وکړ.
د پوهنې وزیر څرګنده کړه چي په راتلونکو ټاکنو کي د پوهنې وزارت بشپړه د بي طرفي طرحه ولسمشري ماڼۍ ته استولي او کوښښ به کوو چي یاد وزارت د سیاست او ټاکنو تر تاثیر لاندي رانشي ځکه چي پوهنې وزارت یو د ټولګټو وزارت دي.
همدارنګه د پوهنې وزیر ډاکتر بلخي یادونه وکړه چي نه غواړو داسي یو سیستم ته دوام ورکړو چي تیوري او غیرکاربردي وی او راتلونکي نسل د ټولني د اوږو بار وي نوي ښوونیز سیستم باید داسي وي چي زده کوونکي ځان بسایني ته ورسوي او افغانستان د پرمختګ سبب وګرځي.
د پنجشیر والي کمال الدين نظامي په دي لیدنه کي د ۶ ټیمونو دجوړوني خبر ورکړ ترڅو د ښوونې او روزني د څيړني او بیاکتني لپاره ولسوالیو ته سفر وکړي.
د پنجشیر پوهنې رئیس عتیق الله کریمي د دي ولایت ښوونځي ۱۲۹ بابه وښودل.
