د پوهنې او مالیې وزارتونو ترمنځ د عوایدو په هکله ګډه غونډه ترسره شوه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۳ - ۱۴:۴۰
ةُیب

په هغه غونډه کې چې د مالیې وزارت د عوایدو د عمومي ریاست د مرستیال تر څارنې لاندې، د پوهنې په وزارت کې د خصوصي زده کړو د رئیس مولوي عبدالرحمن حمیدي په ګډون جوړه شوې وه، پکې د خصوصي زده کړو ریاست د عوایدو، په «د افغانستان بانک» کې د عوایدو لپاره د یوزر په پرانیستلو، د یو شمېر خصوصي ښوونځیو د مالیاتو د تصفیې او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه هر اړخیز بحثونه ترسره او لازم تصمیمونه ونیول شول. 
د مالیې وزارت د عوایدو عمومي ریاست مرستیال د ملي اقتصاد په پیاوړتیا کې د هېواد د سوداګریزو کړنو له بېلابېلو سکتورونو څخه د مالیاتو راټولولو اهمیت ته په اشارې سره څرګنده کړه، چې د پوهنې وزارت د خصوصي ښوونیزو بنسټونو د مالي اسنادو څخه باید په دوامداره توګه بیاکتنه او څارنه ترسره شي.
په یاده غونډه کې د مالیې وزارت د عوایدو د عمومي کمېټې پر مشرتابه سربېره د دغه وزارت یو شمېر نورو مهمو مسئولینو هم حضور درلود.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۳
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

- میدان وردګ:
د میدان وردګ ولایت دایمیرداد (جلګې) ولسوالۍ اړوند د ضیاءالمدارس دیني مدرسې سره، د ځایي خلکو له خوا د ۲۷۶۸۰ افغانیو مرسته شوې ده.

- لغمان:
د لغمان ولایت دولت شاه ولسوالۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۱:۱۱
Background image

د پوهنې وزارت سرپرست لخوا، لغمان ولایت کې د ۱۱،۵ مېلیونه افغانیو په لګښت ۴ بابه ښوونیزې پروژې پرانیستل شوې

د پوهنې وزارات سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا لغمان ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، ۴ بابه ښوونیزې پروژې، چې د خلکو په همکارۍ د ۱۱،۵ مېلیونه افغانیو په لګښت سره جوړې شوې وې،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۱:۷
Background image

د کندهار ولایت له ښوونځیو سره د مېزونو، څوکیو او قرطاسیې مرسته وشوه

د پوهنې یوې ملاتړې ادارې د کندهار ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۱۳ بابه ښوونځیو ته ۵۶۰ پایې مېزونه، څوکۍ او ۲۹ قلمه ښوونیز توکي چمتو کړل.

د پوهنې مسئولینو په وینا، ټاکل شوې ده چې یاد. . .

BACK TO NEWS