د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین بغلان ولایت ته ولاړ

media-moe
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۳ - ۸:۴۰
د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین بغلان ولایت ته ولاړ

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق د خپلو سفرونو په دوام نن بغلان ولایت ته ورسېد او د یاد ولایت د پوهنې ریاست له بېلابېلو څانګو او آمریتونو څخه یې د لیدنو ترڅنګ، د پوهنې مسئولینو سره یو ځای د خوست فرنګ ولسوالۍ ته ولاړ.

همدارنګه نوموړي د خپل سفر اساسي موخه، په بغلان ولایت کې د مدارسو او خصوصي دارالحفاظونو د تدريسي کړنو ارزونه، د ښوونیزو نصاب له پلي کولو څخه څارنه او د ښوونیز کيفيت لوړول وبلل.

دغه راز د پوهنې وزارت پلاوي د نورو اړینو ښوونیزو موضوعاتو په اړه د بحث پرمهال، د مدارسو د مسئولینو له کړنو څخه خوښي څرګنده او هغوی ته یې د ښوونیز وضعیت لاښه والي په موخه لازمې لارښوونې وکړې.

ورپسې د يادې ولسوالۍ د ديني مدارسو مسئولينو د هېواد د ماشومانو د ښوونې او روزنې په برخه کې د پوهنې وزارت د مشرتابه له هڅو څخه مننه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۳
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

- میدان وردګ:
د میدان وردګ ولایت دایمیرداد (جلګې) ولسوالۍ اړوند د ضیاءالمدارس دیني مدرسې سره، د ځایي خلکو له خوا د ۲۷۶۸۰ افغانیو مرسته شوې ده.

- لغمان:
د لغمان ولایت دولت شاه ولسوالۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۱:۱۱
Background image

د پوهنې وزارت سرپرست لخوا، لغمان ولایت کې د ۱۱،۵ مېلیونه افغانیو په لګښت ۴ بابه ښوونیزې پروژې پرانیستل شوې

د پوهنې وزارات سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا لغمان ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، ۴ بابه ښوونیزې پروژې، چې د خلکو په همکارۍ د ۱۱،۵ مېلیونه افغانیو په لګښت سره جوړې شوې وې،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۱:۷
Background image

د کندهار ولایت له ښوونځیو سره د مېزونو، څوکیو او قرطاسیې مرسته وشوه

د پوهنې یوې ملاتړې ادارې د کندهار ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۱۳ بابه ښوونځیو ته ۵۶۰ پایې مېزونه، څوکۍ او ۲۹ قلمه ښوونیز توکي چمتو کړل.

د پوهنې مسئولینو په وینا، ټاکل شوې ده چې یاد. . .

BACK TO NEWS