د پوهنې وزارت سرپرست کندهار ولایت ته په رسمي سفر ولاړ

د پوهنې وزارت د سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا په مشرۍ لوړ پوړی پلاوی، په داسې حال کې چې د یاد وزارت د اسلامي زده کړو معین الحاج مولوي کرامت الله آخندزاده یې هم ملتیا کوله، کندهار ولایت ته ولاړ.
په پیل کې د پوهنې وزارت سرپرست او ورسره مل پلاوي د یاد ولایت پوهنې ریاست څخه لیدنه وکړه او د دغه ریاست له رئیس الحاج مولوي فخرالدین نقشبندي سره یې وکتل.
په یاده کتنه کې دواړو لورو د کندهار ولایت پوهنې ریاست د کړنو پرمختګ،ستونزو او ښوونیز وضعیت لاښه والي په اړه هراړخیزې خبرې وکړې.
دغه راز د پوهنې وزارت سرپرست، د کندهار پوهنې مشرتابه یو لړ وړاندیزونه، نظریات او شته ستونزې واورېدې او له آورېدلو وروسته یې ژمنه یې وکړه چې د یادو ستونزو او ننګونو د حل په موخه به د مرکز مسئولینو ته اړینې سپارښتنې وکړي.
همدارنګه د پوهنې وزارت سرپرست څرګنده کړه، چې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د تعلیمي او تحصیلي وضعیت لاښه والي، د متوازنو ښوونیزو خدمتونو د وړاندې کولو، د ستونزو حل او د پوهنې پرمختګ په موخه یې یو شمېر پلانونه ترتیب او پلي کړي دي.
په پای کې د یاد ولایت پوهنې رئیس کندهار ته د پوهنې وزارت د سرپرست له سفر څخه د هرکلي ترڅنګ، د اړونده ریاست نوی پلان هم د وزارت له مشرتابه سره شریک کړ چې د مشرتابه له لوري ومنل شو.