د پوهنې وزارت کیفیت تضمین معین د کابل ښار له قلعه کاشف عالي لېسې  څخه لیدنه وکړه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۶ - ۱۲:۳۲
rtr

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق له ښوونځیو څخه د لیدنې په دوام، د کابل ښار قلعه کاشف عالي لېسې ته ولاړ او د یادې لېسې د زده کوونکو آزموینې له بهیر څخه یې لیدنه وکړه.
نوموړي د یادې لېسې له مسئولینو سره د هغوی د کړنو په تړاو خبرې وکړې، د هغوی نظریات، وړاندیزونه او ستونزې یې واورېدې.
د یادې لېسې ښوونکو د پوهنې وزارت له پلاوي څخه هرکلی وکړ او د یاد وزارت د مشرتابه له لوري یې د ځوانانو زده کړو ته د پاملرنې څخه قدرداني وکړه.
همدارنګه د پوهنې وزارت معین د قلعه کاشف عالي لېسې د مسئولینو او ښوونکو له هڅو د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه، چې د دوی د ستونزو په حل کې به لازمه همکاري وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۳
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

- میدان وردګ:
د میدان وردګ ولایت دایمیرداد (جلګې) ولسوالۍ اړوند د ضیاءالمدارس دیني مدرسې سره، د ځایي خلکو له خوا د ۲۷۶۸۰ افغانیو مرسته شوې ده.

- لغمان:
د لغمان ولایت دولت شاه ولسوالۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۱:۱۱
Background image

د پوهنې وزارت سرپرست لخوا، لغمان ولایت کې د ۱۱،۵ مېلیونه افغانیو په لګښت ۴ بابه ښوونیزې پروژې پرانیستل شوې

د پوهنې وزارات سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا لغمان ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، ۴ بابه ښوونیزې پروژې، چې د خلکو په همکارۍ د ۱۱،۵ مېلیونه افغانیو په لګښت سره جوړې شوې وې،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۱:۷
Background image

د کندهار ولایت له ښوونځیو سره د مېزونو، څوکیو او قرطاسیې مرسته وشوه

د پوهنې یوې ملاتړې ادارې د کندهار ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۱۳ بابه ښوونځیو ته ۵۶۰ پایې مېزونه، څوکۍ او ۲۹ قلمه ښوونیز توکي چمتو کړل.

د پوهنې مسئولینو په وینا، ټاکل شوې ده چې یاد. . .

BACK TO NEWS