د ښوونیزو بنسټونو لپاره د معیاري آزموینو بورډ معرفي شو

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین الحاج مولوي عبدالخالق «صادق» په مشرۍ غونډه، چې پکې د یاد وزارت د مرکزي څانګو یو شمېر رئیسانو هم ګډون درلود؛ د معیاري آزموینو بورډ معرفي شو.
غونډه د الهي کلام د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د پوهنې وزارت د معیاري آزموینو رئیس مولوي شمس الرحمن «حماس«، مشرتابه پلاوي، د مرکزي څانګو رئیسانو او نورو ګډون والو ته ښه راغلاست ووایه او د یادې غونډې د موضوع په اړه یې معلومات وړاندې کړل.
په ورته مهال د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین د هېواد د ښوونیزو بنسټونو لپاره د معیاري آزموینو د بورډ د جوړولو پر اړتیا او اهمیت تفصیلې خبرې وکړې او ویې ویل: ټاکل شویو موخو ته د رسېدو لپاره باید په لومړي قدم کې خپل نیتونه پاک او ارادي مو قوي کړو.
نوموړي زیاته کړه: که موږ وغواړو چې په راتلونکي کې یو ځواب ورکوونکی، پرمختللی او باکیفیته ښوونیز نظام ولرو؛ نو باید د تدریس بهیر او د آزموینو اخیستلو طریقې معیاري کړو.
د غونډې په ترڅ کې د کارپوهانو له لوري د معیاري آزموینو په تړاو علمي او تخصصي پرېزنټېشنونه وړاندې شول، چې د اړوندې موضوع په باب د ګډون والو ترمنځ میتودیک او تخصصي بحثونه هم ترسره شول.
په پای کې د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین له لوري د غونډې منځپانګه توضېح او وروسته یې په اړه لازم تصمیمونه ونیول شول.