په ننګرهار ولایت کې د یوې لېسې نوې ودانۍ پرانيستل شوه

media-moe
شنبه ۱۴۰۲/۹/۲۵ - ۱۴:۴۷
یبل

د ننګرهار ولایت روداتو ولسوالۍ کې د کان لېسې نوې ودانۍ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې چې پکې د پوهنې رئیس، د دولتي ادارو مسئولينو، د پوهنې په برخه کې د مرستو رسولو بنسټونو استازو، علماوو او مشرانو ګډون درلود، ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د کان لېسې دغه نوې ودانۍ چې 12درسي خونې، 4 اداري خونې، يوه د کمپيوټر خونه له نورو اړينو ملحقاتو سره لري؛ د يوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ، د درې سوه زره امريکايي ډالرو په لګښت په څلور جرېبه ځمکه کې په پاخه او اساسي ډول جوړه شوې ده.

د ننګرهار پوهنې رئيس مفتي حبيب حضرت حقاني، له دغه همکار بنسټ څخه مننه وکړه، کوم چې د يادې لېسې په رغونه کې يې مرسته کړې.

دغه راز نوموړي د خپلو خبرو پر مهال د علم او پوهې ترلاسه کول د هېواد د پرمختګ او سوکالۍ يوازينۍ لار وبلله او له خلکو یې وغوښتل، تر څو خپل اولادونه دیني او عصري زده کړو ته وهڅوي.

په پاى كې نوموړي د ښوونځي پر ساتنې او ترميم د ټينګار تر څنګ ژمنه وکړه، چې د خلکو د خدمت او د زده کړو د لا زياتو آسانتياوو په برابرولو کې به له هېڅ راز هلو ځلو ډډه ونه کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۳
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

- میدان وردګ:
د میدان وردګ ولایت دایمیرداد (جلګې) ولسوالۍ اړوند د ضیاءالمدارس دیني مدرسې سره، د ځایي خلکو له خوا د ۲۷۶۸۰ افغانیو مرسته شوې ده.

- لغمان:
د لغمان ولایت دولت شاه ولسوالۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۱:۱۱
Background image

د پوهنې وزارت سرپرست لخوا، لغمان ولایت کې د ۱۱،۵ مېلیونه افغانیو په لګښت ۴ بابه ښوونیزې پروژې پرانیستل شوې

د پوهنې وزارات سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا لغمان ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، ۴ بابه ښوونیزې پروژې، چې د خلکو په همکارۍ د ۱۱،۵ مېلیونه افغانیو په لګښت سره جوړې شوې وې،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۱:۷
Background image

د کندهار ولایت له ښوونځیو سره د مېزونو، څوکیو او قرطاسیې مرسته وشوه

د پوهنې یوې ملاتړې ادارې د کندهار ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۱۳ بابه ښوونځیو ته ۵۶۰ پایې مېزونه، څوکۍ او ۲۹ قلمه ښوونیز توکي چمتو کړل.

د پوهنې مسئولینو په وینا، ټاکل شوې ده چې یاد. . .

BACK TO NEWS