دجاپان هېواد د ديپلوماتانو يو پلاوي د کابل ښار له يوې ليسې څخه ليدنه وکړه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۵ - ۱۴:۲۷
erty
په کابل کې د جاپان سفارت لومړۍ او دویمې سکرترې مېرمن کاناکو تاناکا او مېرمن ریکا اوماګاري په داسې حال کې چې د کابل ښار پوهنې رئیس قاري عبدالباسط حقاني یې هم ملتیا کوله، د نهمې ښوونیزې ناحیې اړوند الفتح لېسې څخه لیدنه وکړه.
په هغه کتنه کې چې د پلاوي له خوا د پوهنې رياست له مشرتابه او د يادې لېسې له مسئولينو سره ترسره شوه، د کابل ښار پوهنې رئيس ياد پلاوي ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ، د افغانستان د بیارغونې په برخه کې د جاپان له مرستو او په ځانګړې توګه د پوهنې په برخه کې مننه وکړه او له ورغلي پلاوي څخه يې وغوښتل چې د ښوونځیو د نویو ودانیو رغونې په برخه کې دې له دغه وزارت سره لازیاتې مرستې وکړي.
ورپسې جاپاني پلاوي په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د کرنې، روغتیا او پوهنې په برخو کې د خپل هېواد مرستو ته په اشارې سره ژمنه وکړه، چې د پوهنې د سکتور د ستونزو د هواري په موخه به د خپل هېواد له مشرتابه سره خبرې وکړي او په دې برخه کې به ځانګړې بودیجه اختصاص کړي.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۵۲
Background image

د هرات ولایت پوهنې ریاست لخوا، خدماتي کارکوونکو ته د خوراکي توکو کڅوړې ووېشل شوې

یو خیریه بنسټ د هرات ولایت د مرکز په شمول انجیل او گذره ولسوالیو د ښوونځیو شاوخوا ۹۴۰ تنو خدماتي کارکوونکو ته د خوراکي توکو مرستندویې کڅوړې ووېشلې، چې په یادو بستو کې اوړه، غوړي او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۵۷
Background image

برگزاری مراسم اختتامیه مسابقات حسن قرائت قرآن کریم شاگردان مدارس و مکاتب شهر کابل

 مراسم پایانی مسابقات حسن قرائت قرآن عظیم الشان میان ۱۶ تن شاگردان برتر مدارس و مکاتب شهر کابل برگزار شد.
  در این مراسم با شکوه، محترم الحاج مولوی صبغت الله وصیل، معین مالی و اداری،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۴۸
Background image

مطبوعاتي بلنليک 

د کابل ولایت پوهنې ریاست له لوري د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت، د پوهنې وزارت مسٸولینو، د کابل ولایت مقام استازو، دیني علماءکرامو، معززو مېلمنو او استادانو په حضور کې، د کابل ولايت د. . .

BACK TO NEWS