بدخشان ولايت کې نږدې د نيم مېليون افغانيو په لګښت د يو باب ښوونځي ودانۍ ترميم شوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۱۳:۱۳
zxcv

د بدخشان ولایت وردوج ولسوالۍ اړوند د واثق شهید عالي لېسې ودانۍ د پوهنې وزارت له بودیجې څخه د ۴۵۵زره ۶۴۸ افغانیو په لګښت ترمیم او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د یاد ولایت د پوهنې مسئولینو په وینا، دغه ښوونځی ۱۶ درسي او ۸ اداري خونې لري، چې د پوهنې وزارت له بودیجې څخه یې د بیارغونې چارې پای ته ورسېدې او زده کوونکو لپاره یې د زده کړو خوندي چاپېریال برابر شو. د يادونې وړ ده، چې د سيمې خلکو د دغه ښوونځي له بيارغونې خوښي څرګنده او د پوهنې له وزارت څخه يې د هېواد بچیانو د زده کړې لپاره د مناسب چاپېريال د برابرولو له امله مننه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۱
Background image

د کابل ښار په یوه لېسه کې د عملي زده‌کړې ټولګی جوړ شو

د زده‌کوونکو د علمي کچې لوړولو، د تدریس د کیفیت ښه‌والي او د عملي زده‌کړو پیاوړتیا په موخه، د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست له لوري د کابل ښار په حبیبیه عالي لېسه کې د ساینس عملي زده. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۲۷
Background image

په بغلان کې ښوونکو او مدرسینو لپاره روزنیزه برنامه جوړه شوه

د بغلان ولایت د اندراب ولسوالۍ اړوند مدارسو او ښوونځيو ۱۰۰ تنو ښوونکو او مدرسینو لپاره د مسلکي وړتیا لوړولو په موخه دوه ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه.
په دغه برنامه کې د مدرسینو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۲۵
Background image

د پوهنې وزارت د غونډو په تالار کې ښوونکو لپاره اصلاحي او روزنیزو برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تنفیذ مرکزي هیئت او د دعوت او ارشاد ریاست له لوري، د ياد رياست د رٸيس محترم الحاج مولوي جمعه خان سروري او مسوولينو په حضور کې د. . .

BACK TO NEWS