د پنجشېر ولایت پوهنې رئیس د پوهنې وزارت له سرپرست سره وکتل

media-moe
شنبه ۱۴۰۲/۷/۲۹ - ۱۰:۱۴
نت

د پنجشېر ولايت پوهنې رئيس مولوي غلام ایشان حماس د پوهنې وزارت له سرپرست الحاج مولوي حبيب الله آغا سره وکتل.

په یاده کتنه کې د پنجشېر ولايت پوهنې رئیس د یاد ولايت د پوهنې رياست د کړنو، لاسته راوړنو او هلوځلو په باب لنډ راپور د پوهنې وزارت له سرپرست سره شريک کړ.

په ورته مهال، نوموړي د وزارت مشرتابه ته خپلې ستونزې او وړاندیزونه مطرح او په برخه کې یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا د پنجشېر پوهنې ریاست د رهبرۍ هڅې او لاسته راوړنې وستایلې او ژمنه یې وکړه، چې د ستونزو په حل او د پرتو خنډونو په لرې کولو کې به ورسره جدي همکاري وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۵:۱۵
Background image

په خوست کې یوې لېسې لپاره مجهزه کمپیوټرخونه تاسیس شوه

د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ مرکزي لېسې ته د معارف دوسته هېوادوالو او علم‌پالو کسانو په مالي همکارۍ د ۲۲۱ زره او ۳۶ افغانیو په ارزښت یوه مجهزه کمپیوټرخونه جوړه او ګټې اخیستنې ته. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۵۵
Background image

د پوهنې وزارت مالي او اداري معین زابل ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت مالي او اداري معین محترم الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، زابل ولایت ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له پوهنې رئیس محترم الحاج عبدالرحمن حمیدي، د برنامو له آمرینو او یو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۵۲
Background image

دعامو خلکو لخوا په سرپل کې له ښوونیزو بنسټونو سره دوه میلیونه افغانۍ مرسته شوې

د خلکو د ملاتړ او همکارۍ په پایله کې د سرپل ولایت د البدر ولسوالۍ د دیني مدارسو او د ښوونځيو د ښوونیزو شوراګانو له لارې، د پوهنې د بېلابېلو برخو د پیاوړتیا په موخه دوه میلیونه افغانۍ. . .

BACK TO NEWS