د پوهنې وزارت سرپرستې د ترکیې هیواد له سفیر سره کتنه وکړه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۷ - ۱۴:۵۲
د پوهنې وزارت سرپرستې د ترکیې هیواد له سفیر سره کتنه وکړه

د پوهنې وزارت، کابل: د پوهنې وزارت سرپرستې میرمن رنګینې حمیدي، ښاغلي جیهاد ارګین آی د ترکیې هیواد سفیر، ښاغلي صالح ساگر د ترکیې ښوونې او روزنې بنسټ رییس، ښاغلي جنگیز آیدمیر د ترکیې سفارت تعلیمي مشاور او ښاغلي صهیب‌الرحمن غفاری، د ترکیې د پوهنې بنسټ د دفتر رییس سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په پیل کې د پوهنې وزارت سرپرستې ښاغلي ارګین آی ته په افغانستان کې د ترکیې هیواد د سفیر په توګه د ګمارنې مبارکي ويلو ترڅنګ د پوهنیز سیستم د پیاوړتیا، د ښوونکو ظرفیت لوړونې، په لرې پرتو سیمو کې د باکیفیته تعلیمي خدمتونو وړاندې کول او ځینې نورو مواردو په تړاو خبرې اترې وکړې.

وروسته ښاغلي ارګین آی د پوهنې او روزنې برخه کې د ترکیې هیواد د مرستو دوام په تړاو ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې د خپل کاري ماموریت په موده کې به د پوهنې له نظام څخه په کلکه ملاتړ وکړي.

د پوهنې وزارت سرپرستې د دوست هیواد ترکیې له دایمي مرستو په مننې زیاته کړه معارف غیر سیاسي بنسټ دی او د شایسته سالاري اصل ته پام، د دې وزارت له لومړیتوبونو نه شمېرل کیږي.

هغې زیاته کړه باکیفیته تعلیمي خدمتونو ته متوازن لاسرسی د پوهنې وزارت له اصلي موخو څخه شمېرل کیږي او د ترکیې هیواد کولی شي دې برخه کې، او ترڅنګ یې افغان زده کوونکو په ځانګړي ډول انجونو ته د تحصیلي بورسیو په ورکولو کې د افغانستان د معارف لاس نیوی وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۵:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو معینیت خبرتیا

(د دیني مدارسو د ۱۴۴۶ هـ ق کال د خامسه (ثانویه) او سابعه (مافوق الثانویه) دورو د مشروطینو طالب العلمانو بیاځلې ازموینې په اړه.)

لکه څنګه چې خبر یاست، څه موده مخکې د اسلامي زده کړو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۵:۴۳
Background image

په غزني ولایت کې یوه دیني مدرسه پرانیستل شوه

د "مصباح العلوم" دیني مدرسه، چې د غزني ولایت قره باغ ولسوالۍ د فتح خان په کلي کې د ۲ جرېبه ځمکې په ساحه کې د ۱.۲ مېلیونه افغانیو په لګښت د سیمه ییزو خلکو او د پوهې مینه والو په مالي. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۵:۴۱
Background image

د پوهنې وزارت د دارالعلومونو رئیس په رسمي سفر هرات ولایت ته لاړ

د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو معینیت د دارالعلومونو رئیس محترم مولوي عبدالقدوس قدوسي او ورسره مل پلاوی، د هېواد په لویدیځو ولایتونو کې د مدرسینو مسلکي پراختیا غړو لپاره د وړتیا لوړولو. . .

BACK TO NEWS